ایکناد الرای له قوله راپور راکړ، د قطر د ؛ترټولو برلاسه د اتل ؛ نومې د قرآن د سیالیو د دوهم پړاؤ دوهمه ورځ چې د قطر د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت پههمت سره ترسره شوی ،دجمعې په مازدیګر ئې دنهائي مرحلې په ترسره کولو سره او د دغوره کسانو په ټاکلو سره خپل کار پاي ته ورسوه. دغه سیالي چې د شیخ جاسم بن محمد دقرآن کریم د سیالیو یوه برخه ده ، د دوحې په ترټولو لوي جومات کې او د قرآن د مینه والو په شتون سره ترسره شوه.
د سیالیو په نهائي مرحلې کې لسک برلاسه کسانو سره سیالي وکړه ، چې دسیالیو دنړیوالو قاضیانو له خوا او په لومړۍ مرحلې کې له څلویښتو سیالي کونکو څخه ټاکل شوي وو. دغه سیالۍ کونکي پخپله دقرآن کریم د نورو نړیوالو سیالیو برلاسه قاریان او حافظان او غوره شوي کسان وو.
د سیالیو ترسره کونکي کمیټې د لړم دمیاشتې په اولسمه نیټه چارشنبې ورځې ماښام نهائي مرحلې ته د لاره موندونکو لسو سیالي کونکو نامې اعلان او د هغوي په شتون سره ئې په نهائي مرحلې کې د سیالۍ لپاره عمومی پچه واچول شوه.
سیالۍ کونکو د پنجشنبې او جمعې په دوو ورځو کې سره سیالۍ وکړې. په دوو ورځو کې د نهائي مرحلې ترسره کیدا په ګډون کونکو کې د قضاؤت په زمینې کې د ترټولو لوړولازم سټنډرډونو ته د رسیدا په خاطر وه.
https://iqna.ir/fa/news/4181168